لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ ۚ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَنْ يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللَّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِنْ كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَٰلِكَ إِنْ أَرَادُوا إِصْلَاحًا ۚ وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
او طلاقې كړى شوې ښځې دې په خپلو ځانونو درې حیضه انتظار كوي، او د دوى لپاره حلال نه دي چې پټ كړي هغه څه چې الله د دوى په رَحِمونو كې پیدا كړي دي، كه دوى په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري۔ او په دې موده كې د دوى خاوندان د دوى د بیا راوستلو اصل حقدار دي كه هغوى د اصلاح (جوړښت) اراده لري، او د دستور مطابق د هغو (ښځو) لپاره (په خاوندانو باندې حقونه) دي په شان د هغو (حقونو) چې په دوى باندې لازم دي (د خپلو خاوندانو لپاره) او په دوى باندې د سړيو لپاره درجه شته، او الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى (۲۲۸)
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ