لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ ۚ وَلَا تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَارًا لِتَعْتَدُوا ۚ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ ۚ وَلَا تَتَّخِذُوا آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمَا أَنْزَلَ عَلَيْكُمْ مِنَ الْكِتَابِ وَالْحِكْمَةِ يَعِظُكُمْ بِهِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
او كله چې تاسو ښځې طلاقې كړئ، بیا هغوى خپلې (د عدت اخري) مودې ته نژدې شي، نو دوى په ښې طریقې سره ایسارې كړئ (په رجوع كولو سره)، یا هغوى په ښې طریقې سره رخصت كړئ، او د ضرر رسولو لپاره هغوى مه ایساروئ چې زیاتى وكړئ، او چا چې دغه (كارونه) وكړل، نو یقینًا هغه په ځان ظلم وكړ۔ او د الله ایتونه مسخره مه جوړوئ او پر تاسو باندې (شوي) د الله نعمتونه یاد كړئ او هغه چې الله پر تاسو باندې نازل كړى دى چې كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) دى، هغه تاسو ته په دې سره وعظ كوي، او له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه پوه دى– (۲۳۱)
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ