سوره البقره (غویي) (آیت 237)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۳۷

وَإِنْ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلَّا أَنْ يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ ۚ وَأَنْ تَعْفُوا أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ ۚ وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 237 ٢٣٧

اوكه تاسو دوى ته طلاق وركړئ مخكې له دې نه چې تاسو له هغوى سره كوروالى وكړئ، په دې حال كې چې تاسو د هغوى لپاره مهر مقرر كړى وي، نو د هغه (مهر) نیم وركول لازم دي چې تاسو مقرر كړى دى مګر دا چې هغوى (ښځې) يې معاف كړي، یا هغه كس يې معاف كړي د چا په لاس كې چې د نكاح غوټه ده (خاوند وركړى مهر ښځې ته پرېږدي)، او ستاسو معافي كول تقویٰ ته ډېر نژدې دي، او په خپل منځ كې احسان كول مه هېروئ، یقیناً الله هغو عملونو لره چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى (۲۳۷)

تفسیر
او که چیري تاسو هغه ښځې طلاقی کړئ چې نکاح مو ورسره تړلې وي او مهر مو هم ورته ټاکلی وي، خو کوروالی مو ورسره نه وي کړی، نو په تاسو باندې د ټاکل شوي مهر څخه نیم مهر ورکول واجب دي، مګر دا چې هغوی (هغه مهر) تاسې ته وبښي -که چېرې بالغې وي- او یا خاوندان هغوی ته ټاکل شوی مهر پوره وسپاري، او دا چې تاسو یو بل ته په حقونو کې بښنه وکړئ د الله تعالی وېرې او تابعدارۍ ته ډېر نږدې (کار) دی، او -ای خلکو- پر یو بل باندې مهرباني کول، او یو بل ته په حقونو کې بښنه کول مه پرېږدئ، بېشکه الله تعالی هغه چارې چې تاسې یې ترسره کوئ، ویني، نو په نیکیو کې هڅه وکړئ چې د الله تعالی ثواب حاصل کړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ