سوره البقره (غویي) (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۳

وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 23 ٢٣

او كه تاسو د هغه (قرآن) په هكله په كوم شك كې یئ چې مونږ پر خپل بنده نازل كړى دى، نو د ده غوندې یو وړوكى سورت راوړئ، او له الله نه سِوا خپل مددګاران راوغواړئ، كه تاسو رښتوني یئ (۲۳)

تفسیر
ای خلکو! که چېرې تاسي د هغه قرآن په اړه په شک کې یاست چې مونږ پر خپل بنده محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی، نو تاسو ته چلنج (ننګونه) درکوو، چې د دې مقابله وکړئ او د دې په شان یو سورت راوړئ، که څه هم تر ټولو وړوکی سورت وي او هغه خلک چې ستاسې مرستندویان دي هغوی هم راوبلئ که چېرې تاسې په خپله دعوه کې ریښتیني یاست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ