ایا تا هغه كسان نه دې لیدلي چې د مرګ له وېرې له خپلو كورونو نه وتلي وو، په دې حال كې چې هغوى زرګونه وو، پس الله دوى ته وویل: مړه شئ، بیا يې هغوى راژوندي كړل، یقینًا الله خامخا په خلقو باندې فضل كولو والا دى او لېكن اكثره خلق شكر نه وباسي (۲۴۳)
تفسیر
آیا تاته نه دی در رسیدلی -ای پیغمبره- خبر د هغو کسانو چې له خپلو کورونو څخه وتلی وو او هغوئ ډېر زیات کسان وو د مرګ له ویرې نه، په سبب د مرض یا د بل شي، او هغوئ د بني اسرائیلو یوه ډله وه، نو پس الله تعالی ورته وویل: مړه شئ نو هغوئ مړه شول، بیا الله تعالی هغوئ دوباره راژوندي کړل، د دې لپاره چې هغوئ ته وښايې چې واک د ټولو کارونو د الله تعالی په لاس کې دی، او دوئ د خپلو ځانونو لپاره د ګټې ورکولو او یا د ضرر دفع کولو څه واک نه لري، بېشکه الله تعالی خاوند د ورکړی او مهربانۍ دی پر خلکو، لیکن ډېر د خلکو نه د الله تعالی د نعمتونو شکر نه ادا کوي.