سوره البقره (غویي) (آیت 245)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۴۵

مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً ۚ وَاللَّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 245 ٢٤٥

څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركوي، قرضِ حسنه، نو هغه (الله) به د هغه لپاره دا (قرض) زیات كړي په ډېرو زیاتولو سره، او الله تنګي راولي او (هغه) فراخي راولي، او تاسو به خاص هغه ته بېرته ورګرځول كېږئ (۲۴۵)

تفسیر
څوک دی هغه کس چې د قرض داري په شان کار وکړي، او خپل مال د الله تعالی په لاره کې په ښه نیت او خوښۍ سره مصرف کړي، د دې لپاره چې بېرته ده ته څوچنده راوګرځي، او الله تعالی تنګي راولي په رزق او صحت او نورو شیانو کې، او پراخي هم راولي، دا ټول کارونه په حکمت او عدل باندې کوي، او خاص هغه ته به تاسو د آخرت پر ورځ ورګرځئ، نو تاسې ته به ستاسو د کړنو (عملونو) په پرتله جزا درکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ