سوره البقره (غویي) (آیت 248)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۴۸

وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ آيَةَ مُلْكِهِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ التَّابُوتُ فِيهِ سَكِينَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَبَقِيَّةٌ مِمَّا تَرَكَ آلُ مُوسَىٰ وَآلُ هَارُونَ تَحْمِلُهُ الْمَلَائِكَةُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 248 ٢٤٨

او دوى ته خپل نبي وویل: بېشكه د ده د باشاهۍ نښه دا ده چې تاسو ته به صندوق راشي چې په هغه كې ستاسو د رب له جانبه سكینت (د زړه ارام) دى او باقي پاتې شونې له هغو (څیزونو) نه چې الِ موسٰی او الِ هارون پرېښي وو، چې ملايكو به راپورته كړى وي، یقینًا په دې كې تاسو لپاره خامخا لویه نښه ده كه تاسو ایمان لرونكي یئ (۲۴۸)

تفسیر
او دوی ته د دوی پیغمبر وویل: چې د هغه پر تاسې د پادشاهۍ رښتینې نښه به دا وي؛ چې الله تعالی به تاسو ته بېرته تابوت راواګرځوي -او دا یو صندوق ؤ چې بنی اسرائیلو به یې درناوی کاوه چې له دوی څخه اخیستل شوی ؤ- له دې سره به د زړونو اطمینان وي، او په دې کې به باقی پاتی اثرات د موسی او هارون علیهما السلام د اولادې وي، لکه د موسی علیه السلام امسا، او ځنې تختې، یقینا په دې کې ستاسو لپاره ښکاره نښه ده که چېرې تاسو رښتیني مسلمانان یئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ