سوره البقره (غویي) (آیت 256)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۵۶

لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انْفِصَامَ لَهَا ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 256 ٢٥٦

په دین (منلو) كې هېڅ جبر نشته، یقینًا حقه لار له ګمراهۍ نه ښه څرګنده (بېله) شوې ده، نو چا چې له طاغوت (شیطان، بت) نه انكار وكړ او په الله يې ایمان راوړ، نو یقینًا ده ډېره مضبوطه كړۍ ټینګه ونیوله، چې هغې لره هېڅ پرېكېدل نشته، او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى (۲۵۶)

تفسیر
نشته زور کول پر هیچا د اسلام دین ته په راننوتلو؛ ځکه چې دا حق او څرګند دین دی، د دې په منلو کې چا باندې زور کولو ته اړتیا نشته، په تحقیق سره جدا شوی هدایت له ګمراهۍ څخه، پس هر هغه څوک چې له الله پرته هر معبود څخه انکار وکړي او ترې بېزاره شي او یوازې په الله کلک باور ولري، پس په تحقیق سره منګولې ولګولې ده د دین په کلکې رسۍ چې د قیامت په ورځ دخلاصون نه پرې کېدونکې وسیله ده، او الله تعالی د بندګانو د ویناوو اورېدونکی، او په کړنو پوه دی، او زر دی چې بدله به یې ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ