Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 256 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 256 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انْفِصَامَ لَهَا ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 256
ترجمه:
په دین (منلو) كې هېڅ جبر نشته، یقینًا حقه لار له ګمراهۍ نه ښه څرګنده (بېله) شوې ده، نو چا چې له طاغوت (شیطان، بت) نه انكار وكړ او په الله يې ایمان راوړ، نو یقینًا ده ډېره مضبوطه كړۍ ټینګه ونیوله، چې هغې لره هېڅ پرېكېدل نشته، او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى البقره ۲:۲۵۶
تفسیر:
نشته زور کول پر هیچا د اسلام دین ته په راننوتلو؛ ځکه چې دا حق او څرګند دین دی، د دې په منلو کې چا باندې زور کولو ته اړتیا نشته، په تحقیق سره جدا شوی هدایت له ګمراهۍ څخه، پس هر هغه څوک چې له الله پرته هر معبود څخه انکار وکړي او ترې بېزاره شي او یوازې په الله کلک باور ولري، پس په تحقیق سره منګولې ولګولې ده د دین په کلکې رسۍ چې د قیامت په ورځ دخلاصون نه پرې کېدونکې وسیله ده، او الله تعالی د بندګانو د ویناوو اورېدونکی، او په کړنو پوه دی، او زر دی چې بدله به یې ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 255 راتلونکې البقره • آیت 257