او الله د هغو كسانو دوست دى چې ایمان يې راوړى دى، هغه دوى لره له تِیارو نه رڼا ته راوباسي، او هغه كسان چې كفر يې كړى دى؛ د هغوى دوستان شیطانان دي، دغه (شیطانان) دوى لره د رڼا نه تیارو ته وباسي، دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي البقره ۲:۲۵۷ ⧉
تفسیر:
الله تعالی دوستي کوي له مؤمنانو سره، توفیق ورکوي او مرسته یې کوي، او د کفر او ناپوهۍ له تیارو څخه یې د ایمان او پوهې رڼا ته راوباسي، او هغه کسان چې کفر یې کړی د دوی دوستان باطله معبودان او مجسمې دي، چې دوی ته یې کفر ښایسته کړی دی، پس دوی یې د ایمان او پوهې له رڼا څخه د کفر او نا پوهۍ تیارې ته ویستې دي، همدوی د اور څښتنان دي، دوی به تل پکې وي.