Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 258 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 258 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ ۖ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ 258
ترجمه:
ایا تا هغه كس نه دى لیدلى (د هغه په قصه نه يې خبر شوى) چې له ابراهیم سره يې د ده د رب په باره كې جګړه وكړه، ځكه چې الله هغه ته بادشاهي وركړې وه؟ كله چې ابراهیم وویل: زما رب هغه دى چې ژوندي كول او مړه كول كوي، هغه وویل: زه ژوندي كول او مړه كول كوم، ابراهیم وویل: پس یقینًا الله لمر له مشرق نه راخېژوي، نو ته هغه له مغرب نه راوخېژوه، نو هغه كس چې كفر يې كړى و؛ حیرانه، ملامته شو، او الله داسې ظالم قوم ته سمه لار نه ښیي البقره ۲:۲۵۸
تفسیر:
ای پیغمبره! آیا تا د هغه سرکښ د جرأت څخه زیات حېرانوونکی جرأت لېدلی چې د ابراهیم علیه السلام سره یې د الله تعالی د پالنې او یووالي په اړه جګړه کړې وه، او په تحقیق سره ده دا کار له دې کبله کړی و چې الله تعالی ده ته پاچاهي ورکړې وه نو سرکښه شوی و، او ابراهیم-علیه السلام-ورته دخپل رب صفتونه بیان کړي و په داسې حال کې چې ورته ویې ویل: زما رب هغه ذات دی چې ټول مخلوقات ژوندي کوي او مړه کوي یې، هغه سرکښ د عناد له کبله وویل: زه هم ژوندي کول او مړه کول کولای شم، پدې طریقه چې قتلوم هغه څوک چې زما خوښه شي اومعافي کوم هغه چا ته چې زما خوښه شې، نو ابراهیم -علیه السلام- ورته یو بل لوی دلیل وړاندې کړ او ورته یې وویل: بېشکه زه چې د چا عبادت کوم هغه خو هغه ذات دی چې لمر له ختیځ څخه راوړي، نو ته یې د لوېدیځ لخوا راوړه، نو نه وو دا سرکښ مګر دا چې حیران او بند شو، او د دلیل د قوت له امله مغلوب شو، او الله تعالی ظالمانو ته توفیق نه ورکوي چې پخپله لار یې روان کړي د دوی د ظلم او سرکښۍ له امله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 257 راتلونکې البقره • آیت 259