سوره البقره (غویي) (آیت 257)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۵۷

اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُمْ مِنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ ۗ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 257 ٢٥٧

او الله د هغو كسانو دوست دى چې ایمان يې راوړى دى، هغه دوى لره له تِیارو نه رڼا ته راوباسي، او هغه كسان چې كفر يې كړى دى؛ د هغوى دوستان شیطانان دي، دغه (شیطانان) دوى لره د رڼا نه تیارو ته وباسي، دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي (۲۵۷)

تفسیر
الله تعالی دوستي کوي له مؤمنانو سره، توفیق ورکوي او مرسته یې کوي، او د کفر او ناپوهۍ له تیارو څخه یې د ایمان او پوهې رڼا ته راوباسي، او هغه کسان چې کفر یې کړی د دوی دوستان باطله معبودان او مجسمې دي، چې دوی ته یې کفر ښایسته کړی دی، پس دوی یې د ایمان او پوهې له رڼا څخه د کفر او نا پوهۍ تیارې ته ویستې دي، همدوی د اور څښتنان دي، دوی به تل پکې وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ