سوره البقره (غویي) (آیت 259)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۵۹

أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَىٰ قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىٰ يُحْيِي هَٰذِهِ اللَّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا ۖ فَأَمَاتَهُ اللَّهُ مِائَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ ۖ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ ۖ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ ۖ قَالَ بَلْ لَبِثْتَ مِائَةَ عَامٍ فَانْظُرْ إِلَىٰ طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ ۖ وَانْظُرْ إِلَىٰ حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِلنَّاسِ ۖ وَانْظُرْ إِلَى الْعِظَامِ كَيْفَ نُنْشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا ۚ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 259 ٢٥٩

یا د هغه كس په شان، چې په یو كلي باندې تېر شو، او هغه (كلى) په خپلو چتونو باندې راپرېوتى و، هغه وویل: الله به دا (د كلي خلق د دوى) له مرګ نه پس څنګه ژوندي كوي؟ نو الله هغه تر سلو كالو پورې مړ وساته، بیا يې هغه راژوندى كړ، (الله) وویل: څومره موده (داسې) پاتې شوى يې؟ هغه وویل: زه یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه (داسې) پاتې شوى یم. هغه (الله) وویل: بلكې ته سل كاله (داسې مړ) پاتې شوى يې، نو ته خپل خوراك او څښاك ته وګوره، چې خراب شوى نه دى۔ او خپل خر ته وګوره، او د دې لپاره چې مونږ تا د خلقو لپاره نښه وګرځوو، او هډوكو ته وګوره، مونږ هغو ته څنګه حركت وركوو، په پورته كولوسره، بیا هغو ته غوښه وراغوندو۔، نوكله چې ده ته (دا حال) ښه څرګند شو، ويې ويل: زه پوهېږم چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۲۵۹)

تفسیر
او آیا تا لیدلی د هغه چا په شان څوک چې تېر شوی و په یو کلي چې رانړېدلي وو د هغې چتونه او وران شوي وو د هغې دیوالونه، او هلاک شوي وو د هغې اوسیدونکي، پس دغه کلی شړ او د ډار ځای ګرځیدلی و، وویل دغه سړي د حېرانتیا په ډول: څرنګه به الله را ژوندي کړي د دې کلي خلک پس له مرګه؟ نو مړ کړ الله تعالی ده لره سل کاله، او بیا یې راژوندی کړ، او پوښتنه یې ترې وکړه، او ورته یې وفرمایل: څومره زمانه ته مړ وې؟هغه په ځواب کې وویل: یوه ورځ او یا د ورځې یوه برخه، الله تعالی ورته وفرمایل: بلکه تا پوره سل کاله وخت تېر کړی، اوس وګوره هغه خوراک اوڅښاک ته دې چې تا سره وو، هغه دا دی په خپل حال پاتې دي هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی، سره له دې چې خوراک اوڅښاک ډیر زر بدلېږي، او دې مړ خر ته دې وګوره، دا هر څه چې مونږ وکړل د دې لپاره چې وګرځوو مونږ تا لره ښکاره نښه چې دلیل شې په قدرت د الله تعالی په راژوندي کولو د مړو، پس وګوره د خپل خر هډوکو ته چې ټوټه ټوته شوي او یو د بل څخه جدا شوي، چې څرنګه یې مونږ راپورته کوو او ځینی یې د ځینو نورو سره یو ځای کوو، او له دی څخه وروسته بیا غوښې ور اغوندو، او دویم ځل یې ژوندی کوو، هر کله یې چې دا هر څه په سترګو ولیدل اوحقیقت ورته په ډاګه شو، او د الله په قدرت پوه شو، ویې ویل په داسې حال کې چې اعتراف کوونکی و په دې: زه پوه شوم چې بیشکه الله تعالی په هر شي قدرت لري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ