سوره البقره (غویي) (آیت 261)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۶۱

مَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ ۗ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ 261 ٢٦١

د هغو كسانو مثال چې د الله په لار كې خپل مالونه لګوي د هغه دانې په شان دى چې اوه وږي زرغون كړي، په هر وږي كې سل دانې دي، او الله (اجر) زیاتوي چا لپاره چې وغواړي، او الله ډېر فراخۍ والا، ښه پوه دى (۲۶۱)

تفسیر
د هغو مومنانو د ثواب مثال چې خپل مالونه د الله په لار کې لګوي د هغه دانې په شان دی چې دهقان یې په یوه حاصل خیزه ځمکه کې واچوي او هغه اوه وږي راشنه کړي، او په هر وږي کې سل دانې وي، او الله تعالی زیاتوي ثوابونه چاته یې چې خوښه شي د خپلو بنده ګانو څخه، نو ورکوي هغوي ته اجرونه بی حسابه، او پراخه ده ورکړه او فضل د الله، او پوه دی په هغه چا چې هغه مستحق د زیاتوالي دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ