سوره البقره (غویي) (آیت 264)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۶۴

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْأَذَىٰ كَالَّذِي يُنْفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا ۖ لَا يَقْدِرُونَ عَلَىٰ شَيْءٍ مِمَّا كَسَبُوا ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ 264 ٢٦٤

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپل خیراتونه په احسان بارولو (زباتولو) او ضرر رسولو سره مه بربادوئ، د هغه كس په شان چې خلقو ته د ځان ښودنې لپاره خپل مال خرچ كوي، او په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه لري، نو د ده مثال د هغه ښويې ګټې په شان دى؛ چې په هغې باندې څه لږه خاوره وي، بیا په هغې (ګټې) زوروَر باران وورېږي، نو هغه (ګټه) صفا پرېږدي۔، دوى به له هغو عملونو نه چې كړي يې دي، په هېڅ شي (ثواب) باندې قادره نشي، او الله داسې كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي (۲۶۴)

تفسیر
ای هغه کسانو چې په الله مو ایمان راوړی او د هغه د پېغمبر پېروي مو کړې ده، د خپلو خیراتونو ثواب په خیرات خورو باندې په احسان كولو مه بربادوئ او مه یې ځوروئ، د داسې کار کوونکو خلکو مثال د هغه چا په شان دی چې خپل مال دې لپاره لګوي چې خلک یې وویني او صفت یې وکړي، په داسې حال کې چې دې په الله او د قیامت په ورځ هم کافر دی، او د دې ورځې له ثواب او سزا هم منکر دی، نو د داسې کس مثال د ښویه ډبرې په شان دی چې خاوره پرې پرته وي، نو دې ډبرې ته ډېر باران ورسي او خاوره ترې یوسې او ښویه یې پرېږدي چې هېڅ پرې نه وي، نو همدا راز ریا کاران هم دي چې ثواب د کړنو او خیراتونو یې ځي، او د الله تعالی سره یې هېڅ نه پاتې کېږي، او الله تعالی کافرانو ته د هغه څه لارښوونه نه کوي چې دی پرې راضي کېږي او دوی ته د دوی په کړنو او خیراتونو کې ګټه ورسوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ