سوره البقره (غویي) (آیت 267)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۶۷

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنْفِقُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ ۖ وَلَا تَيَمَّمُوا الْخَبِيثَ مِنْهُ تُنْفِقُونَ وَلَسْتُمْ بِآخِذِيهِ إِلَّا أَنْ تُغْمِضُوا فِيهِ ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ 267 ٢٦٧

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو (مالونو) نه انفاق كوئ چې تاسو ګټلي دي او له هغو (مالونو) نه چې مونږه تاسو لپاره له ځمكې نه را اېستلي دي، او له هغه (مال) څخه چې تاسو يې خیرات كوئ، د بې كاره څیز اراده مه كوئ، حال دا چې تاسو (پخپله) د هغه اخيستونكي نه یئ مګر دا چې د ده په باره كې تاسو سترګې پټې كړئ، او پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى (۲۶۷)

تفسیر
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله او پېروي مو کړې د هغه د پېغمبر، ولګوئ له هغه حلال او پاک مال څخه چې ګټلی مو دی، او له هغه څخه چې مونږ درته د زمکې له نباتاتو څخه را ایستلي دي، او بې کارو او بدو مالونو ته قصد مه کوئ چې خیرات یې کړئ، او که چېرې تاسو ته درکړل شي نو نه یې اخلئ مګر که مو سترګې ورته پټې کړې وي په نا راضګۍ سره یې اخلئ له بې کاره کېدو له امله، نو څرنګه تاسو الله تعالی په هغه څه راضي کوئ چې خپله پرې نه راضي کېږئ؟ او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی بې پروا دی ستاسو له خېراتونو څخه، ستایل شوی دی په خپل ذات او کارونو کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ