سوره البقره (غویي) (آیت 270)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۷۰

وَمَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ نَفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُمْ مِنْ نَذْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُهُ ۗ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ 270 ٢٧٠

او تاسو چې څه خرچ هم ولګوئ، یا څه نذر هم (په ځان) لازم كړئ؛ نو یقینًا الله په هغو پوهېږي او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته (۲۷۰)

تفسیر
هغه څه چې تاسو یې د الله د رضا لپاره خرڅ کوئ که لږ وي یا ډیر، او یا یو طاعت د الله لپاره پر ځان لازموئ چې په هغه مکلف نه یاست؛ پس بیشکه الله تعالی په دې ټولو پوه دی، د الله تعالی سره هیڅ شی نه ضایع کیږي، او زر دی چې الله تعالی به تاسو ته د دې لویه بدله درکړي، اونه به وي د ظالمانو لپاره مرستیالان چې منع کوونکي وي واجبو صدقو لره او زیاتی کوونکي وي د الله دحدودو څخه، تر څو لرې کړي له دوی څخه دقیامت د ورځې عذاب.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ