سوره البقره (غویي) (آیت 276)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۷۶

يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ 276 ٢٧٦

الله سود محوه كوي او خېراتونه (صدقې) زیاتوي، او الله هېڅ یو سخت ناشكره، سخت ګناهګار نه خوښوي (۲۷۶)

تفسیر
سودي شتمنۍ الله تعالی تباه کوي او له منځه یې وړي، یا په حسي ډول سره چې برباد شي او داسې نور، او یا په معنوي ډول چې برکت ترې وباسي، او خیراتونه زیاتوي او وده ورکوي په څو چنده ثواب سره، ځکه نېکي د لس چنده څخه تر اوه سوه چنده تر دې هم زیات چنده زیاتېږي، او د خیرات ورکوونکو په شتمنیو کې برکت اچوي، او الله تعالی هر سر کښه کافر، د سود روا بلونکی، په ګناهونو کې ننوتونکی نه خوښوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ