سوره البقره (غویي) (آیت 277)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۷۷

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ 277 ٢٧٧

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، او لمونځ يې قايم كړى دى او زكات يې وركړى دى، د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي او نه به دوى غمژن كېږي (۲۷۷)

تفسیر
بېشکه هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی او د پېغمبر پېروي یې کړې، او نېکې کړنې یې کړي دي، او لمونځ یې بشپړ ادا کړی څرنګه چې الله روا کړی، او د خپلو شتمنیو زکات یې وړ کسانو ته ورکړی؛ دوی لپاره د دوی د رب سره ثواب دی، او په راتلونکو کارونو کې پر دوی وېره نشته او نه به په دنیا او دهغې نعمتونو چې ترې پاتې شوي خپه شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ