سوره البقره (غویي) (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۷

الَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ 27 ٢٧

هغه خلق چې د الله (سره كړى) لوظ ماتوي وروسته د هغه (لوظ) له مضبوطولو (او پخلي) نه او پرېكوي هغه څه چې الله يې د پیوست ساتلو حكم كړى دى، او په ځمكه كې ورانى كوي، همدغه خلق تاوانیان دي (۲۷)

تفسیر
هغه کسان چې د الله هغه ژمنه ماتوي، کومه يې چې له هغوی څخه يوازې د خپل عبادت او خپل هغه رسول د پيروۍ په اړه اخېستې وه پر کوم چې له هغه مخکې رسولانو خبر ورکړی و، او د کومې خپلوۍ پالنې چې الله امر کړی هغه پرې کوي او په ګناهونو سره په ځمکه کې د ورانکارۍ خپرولو هڅه کوي؛ نو همدوی په دنيا او آخرت کې کم برخي (بې برخې) دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ