سوره البقره (غویي) (آیت 280)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۲۸۰
وَإِنْ كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَىٰ مَيْسَرَةٍ ۚ وَأَنْ تَصَدَّقُوا خَيْرٌ لَكُمْ ۖ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ
او كه هغه (قرض دارى) تنګ لاسى وي، نو تر اسانۍ پورې مهلت وركول دي، او خیراتي پرېښودل يې تاسو لپاره ډېر غوره دي؛ كه تاسو پوهېږئ (۲۸۰)
تفسیر
او که چېرې هغه څوک چې تاسو ترې خپل پور غواړئ تنګ لاسی وي چې د پور خلاصولو لپاره څه ونلري، نو تر هغه مهال یې وروسته کړئ چې شتمنۍ ورته آسانه شي، او د پور خلاصولو لپاره څه ومومي، او که تاسو پرې د پور نه غوښتلو او یا یوه حصه کمولو خیرات وکړئ، نو دا درته لا غوره ده که چېرې تاسو د الله تعالی سره د دې په فضل وپوهېږئ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: