سوره البقره (غویي) (آیت 284)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۸۴

لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَإِنْ تُبْدُوا مَا فِي أَنْفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللَّهُ ۖ فَيَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 284 ٢٨٤

خاص د الله لپاره دي؛ څه چې په اسمانونو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي او كه تاسو هغه څه چې ستاسو په زړونو كې دي، څرګندوئ، یا هغه پټوئ (نو) الله به له تاسو سره د هغه حساب كوي، بیا به چا ته چې وغواړي بخښنه وكړي او چا ته چې وغواړي عذاب به وركړي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۲۸۴)

تفسیر
یوازې الله تعالی لره د هغه څه چې په اسمانو او ځمکه کې دي پېدایښت، ملکیت او تدبیر دی، او که چېرې تاسو ښکاره کړئ هغه څه چې ستاسو په زړونو کې دي او یا یې پټ کړئ الله تعالی پرې پوه دی، او زر دی چې تاسو سره به پرې حساب وکړي، پس لدې وروسته که چا ته یې خوښه شوه په خپل فضل او رحمت به یې وبخښي، او چاته یې چې خوښه شوه په خپل عدل او حکمت به عذاب ورکړي، او الله تعالی په هر څه قادر دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ