سوره البقره (غویي) (آیت 30)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۳۰
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً ۖ قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ۖ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ
او كله چې ستا رب ملايكو ته وویل: بې شكه زه په ځمكه كې یو خلیفه پیدا كوونكى یم، هغوى وویل: ایا ته په هغې كې داسې څوك پیدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وینې به تُویَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستایلو سره تسبیح وایو او ستا پاكوالى بیانوو، (الله) وویل: یقینًا زه پوهېږم په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ (۳۰)
تفسیر
الله تعالی خبر ورکوي چې ملائکو ته یې وویل: بېشکه زه به په زمکه کې داسې بشر پیدا کړم چې د الله تعالی په طاعت باندې د زمکې د آبادولو لپاره یو بل پسې به خلیفه کېږي، نو ملائکو د خپل رب څخه د لارښوونې او ځان پوهولو په موخه په زمکه کې د بني آدمو د خلافت د حکمت په اړه پوښتنه وکړه، چې دوی به په زمکه کې فسادونه کوي او په زیاتي سره به وینې تویوي، ویې ویل: چې مونږ ستا منونکي بندګان، ستا پاکي بیانوونکي، ستا لویې او عظمت ویونکي یو، له دې هېڅ نه ستړي کېږو، نو الله تعالی د دوی د پوښتنې په ځواب کې داسې وویل: بېشکه زه په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ ډېر ښه پوهېږم چې د دوی په پېدایښت کې څومره حکمتونه دي او د دوی په خلافت کې څومره لویې موخې دي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: