سوره البقره (غویي) (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۳۴

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ 34 ٣٤

او كله چه مونږ ملايكو ته وویل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه خو ابلیس نه، هغه انكار وكړ او تكبر يې وكړ، او هغه و له كافرانو نه (۳۴)

تفسیر
الله تعالی روښانه کوي چې هغه (الله) ملائکو ته د آدم علیه السلام د احترام لپاره د سجدې امر کړی ؤ، نو ټولو د الله تعالی امر په چټکتیا سره ومانه، مګر (یوازې) هغه ابلیس چې د پېریانو له جنس څخه ؤ انکار یې وکړ او د الله تعالی په امر یې نیوکه وکړه، او په آدم علیه السلام یې لویي وکړه، نو له دې کبله په الله تعالی باندې کافر شو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ