سوره البقره (غویي) (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۳۵

وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ 35 ٣٥

او مونږ وویل: اى ادمه! اوسېږه ته او ستا ښځه په جنت كې، او دواړه له هغه (د جنت له مېوو) نه پرېمانه (په مزې سره) خوراك كوئ كوم ځای چې مو خوښه وي، او تاسو دواړه دې ونې ته مه نژدې كېږئ، ګنې تاسو به له ظالمانو نه شئ (۳۵)

تفسیر
او مونږ وویل اې آدم علیه السلام! ته او ستا میرمن -حواء- په جنت کې واوسېږئ او دواړه په دې جنت کې پراخه، خوندور، بې تکلیفه خوراک کوئ، د جنت په هر ځای کې چې غواړئ، ولې له دې ونې څخه چې ما تاسو د هغې له خوارک څخه منع کړي یاست ځان وساتئ، نو که تاسو دواړو زما د حکم نافرماني وکړه ضرور به د ظالمانو له ډلې څخه شئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ