سوره البقره (غویي) (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۳۶

فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ ۖ وَقُلْنَا اهْبِطُوا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۖ وَلَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَىٰ حِينٍ 36 ٣٦

پس شیطان دوى دواړه د دغې (ونې) په سبب، وښُویَوَل، نو له هغه (ځای) نه يې راووېستل چې دوى په كې وو، او مونږ وویل: تاسو ټول كوز شئ، ستاسو ځینې به د ځینو نورو لپاره دښمنان وي، او ستاسو لپاره په ځمكه كې تر یو وخته پورې استوګنه او فايده اخيستل دي (۳۶)

تفسیر
پس شیطان به تل وسوسې ور اچولې او بد عمل به یې ورته ښایسته کولو؛ تر دې چې ویې ښویول او په ګناه يې اخته کړل او د هغې ونې څخه یې خوراک وکړ چې الله تعالی ترې منع کړي وو، پس سزا یې دا شوه چې د هغه جنت څخه وویستل شول کوم کې چې دوی پکې اوسېدل او الله تعالی دوی دواړو او شیطان ته وویل: زمکې ته ښکته شئ، یو له بل سره به دښمنان یئ، او ستاسې لپاره پر زمکه کې پاتې کېدل او له خیر څخه يې خوند اخیستل دي، تر دې چې ستاسو اجل پوره شي او قیامت راشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ