سوره البقره (غویي) (آیت 38)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۳۸

قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ 38 ٣٨

مونږ وویل: تاسو ټول له دې (جنت) نه كوز شئ، نو كه زما له طرف نه تاسو ته كوم هدایت راغى، نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو پر هغوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به هغوى غمژن كېږي (۳۸)

تفسیر
مونږ ورته وویل: ټول له جنت څخه زمکې ته کوز شئ، نو که چېرې تاسي ته زما د پېغمبرانو په لاس لارښوونه راغله، نو پس چا چې د هغې پیروي وکړه او زما پر پېغمبرانو یې ایمان راوړ، نو په دوی په آخرت کې هېڅ ډول وېره نشته او نه به دوی په هغه څه غمجن شي چې له دوی څخه په دنیا کې پاتې شوي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ