سوره البقره (غویي) (آیت 41)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۴۱

وَآمِنُوا بِمَا أَنْزَلْتُ مُصَدِّقًا لِمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُونُوا أَوَّلَ كَافِرٍ بِهِ ۖ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ 41 ٤١

او تاسو ایمان راوړئ په هغه (كتاب) چې ما نازل كړى دى، چې د هغه (كتاب) تصدیق كوونكى دى چې له تاسو سره دى، او په ده سره اول كفر كوونكي مه جوړېږئ، او زما په ایتونو سره لږ قیمت مه اخلئ او خاص له ما نه وېرېږئ (۴۱)

تفسیر
او تاسو په هغه قرآن ایمان راوړئ کوم چې ما په محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی او د هغه تورات سره چې لا تحریف شوی نه ؤ له هغه سره دتوحید او محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت په موضوع کې یوشان دی او له دې ووېرېږئ چې په دې (قرآن) لومړني کافران شئ او هغه آیاتونه چې ما رالېږلئ د قدرت او چوکۍ په لږه بیه مه بدلوئ او زما له غضب او عذاب څخه و وېرېږئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ