Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 41 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 41 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَآمِنُوا بِمَا أَنْزَلْتُ مُصَدِّقًا لِمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُونُوا أَوَّلَ كَافِرٍ بِهِ ۖ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ 41
ترجمه:
او تاسو ایمان راوړئ په هغه (كتاب) چې ما نازل كړى دى، چې د هغه (كتاب) تصدیق كوونكى دى چې له تاسو سره دى، او په ده سره اول كفر كوونكي مه جوړېږئ، او زما په ایتونو سره لږ قیمت مه اخلئ او خاص له ما نه وېرېږئ البقره ۲:۴۱
تفسیر:
او تاسو په هغه قرآن ایمان راوړئ کوم چې ما په محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی او د هغه تورات سره چې لا تحریف شوی نه ؤ له هغه سره دتوحید او محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت په موضوع کې یوشان دی او له دې ووېرېږئ چې په دې (قرآن) لومړني کافران شئ او هغه آیاتونه چې ما رالېږلئ د قدرت او چوکۍ په لږه بیه مه بدلوئ او زما له غضب او عذاب څخه و وېرېږئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 40 راتلونکې البقره • آیت 42