Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 42 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 42 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ 42
ترجمه:
او تاسو حق له باطل سره مه ګډوئ، او حق مه پټوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ البقره ۲:۴۲
تفسیر:
او هغه حق چې ما په خپلو پېغمبرانو نازل کړی له هغو دروغو سره مه ګډوئ کوم چې تاسو له ځانه جوړوئ او هغه حق هم مه پټوئ کوم چې د محمد صلی الله علیه وسلم د صفتونو په اړه ستاسو په کتابونو کې راغلی دی، سره له دې چې تاسي پرې علم او باور لرئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 41 راتلونکې البقره • آیت 43