سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 29)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۲۹

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا رَبَّنَا أَرِنَا اللَّذَيْنِ أَضَلَّانَا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ أَقْدَامِنَا لِيَكُونَا مِنَ الْأَسْفَلِينَ 29 ٢٩

او كافران شوي كسان به ووايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته هغه دوه تنه وښیه چې د پېریانو او انسانانو ځنې وو، چې مونږ دغه دواړه د خپلو قدمونو له لاندې كړو، د دې لپاره چې دغه دواړه د تر ټولو ښكته خلقو څخه شي (۲۹)

تفسیر
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي وبه وايي: ای زموږ پالونکيه! له پېريانو او انسانانو هغه خلک راوښيه چې موږ يې لارورکي کړي وو، ابليس را وښيه چې د کفر او کفر ته د بلنې بنسټ يې اېښی دی او د آدم هغه زوی چې د وينې تويولو بنسټ يې اېښی دی، هغوی دواړه به په دوزخ کې ترخپلو پښو لاندې کړو، تر څو هغوی دواړه تر ټولو هغو خلکو ښکته شي چې هغوی تر ټولو سخت د اور د عذاب والا دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ