اى بني اسرائیلو! زما هغه نعمتونه یاد كړئ چې ما پر تاسو باندې پېرزو كړي دي او زما لوظ پوره كړئ، زه به ستاسو لوظ پوره كړم، او خاص له ما نه وېرېږئ البقره ۲:۴۰ ⧉
تفسیر:
ای د یعقوب علیه السلام ځامنو! د الله تعالی پرله پسې نعمتونه یاد کړئ او شکر پرې وباسئ او زما په ژمنو باندې وفا وکړئ، هغه چې پر ما او زما پر پېغمبرانو ایمان لرل او زما پر شریعت عمل کول دي. نو که چېرې تاسو په هغې (ژمنې) وفا وکړه، زه به هم په خپلو هغو ژمنو وفا وکړم چې مایې درسره وعده کړې ده، په دنیا کې به ښه ژوند او آخرت کې به ښایسته بدله درکړم، نو یوازې له ما څخه ووېرېږئ او زما ژمنې مه ماتوئ.