سوره البقره (غویي) (آیت 42)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۴۲

وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ 42 ٤٢

او تاسو حق له باطل سره مه ګډوئ، او حق مه پټوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ (۴۲)

تفسیر
او هغه حق چې ما په خپلو پېغمبرانو نازل کړی له هغو دروغو سره مه ګډوئ کوم چې تاسو له ځانه جوړوئ او هغه حق هم مه پټوئ کوم چې د محمد صلی الله علیه وسلم د صفتونو په اړه ستاسو په کتابونو کې راغلی دی، سره له دې چې تاسي پرې علم او باور لرئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ