سوره البقره (غویي) (آیت 45)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۴۵

وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ ۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ 45 ٤٥

او په صبر او لمانځه سره مدد غواړئ او بېشكه چې یقینًادا (كار) ډېر ګران دى مګر پر عاجزي كوونكو باندې (نه دى) (۴۵)

تفسیر
او په صبر او لمانځه سره له الله تعالی څخه د دنیا او آخرت په ټولو کارونو کې مرسته وغواړئ، چې هغه (الله) ته مو نږدې کړئ او له هغه سره مو پیوسته کړي، نو هغه به ستاسي مرسته او ساتنه وکړي او له تاسي څخه به هر ډول ضرر لرې کړي او بیشکه چې لمونځ ډېر دروند او لوې کار دې مګر هغو کسانو ته آسان دې چې خپل رب ته عاجزي کوونکي وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ