سوره البقره (غویي) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۴۸

وَاتَّقُوا يَوْمًا لَا تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلَا يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ 48 ٤٨

او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس هېڅ په كار نه راځي او نه به له هغه نه څه سفارش قبلېږي او نه به له هغه نه څه (مالي) بدله اخيستل كېږي او نه به له هغوى سره مدد كېږي (۴۸)

تفسیر
د اوامرو په کولو او د نواهیو د پرېښودلو پر مټ د خپلو ځانونو او د قیامت د ورځې د عذاب ترمنځ پرده جوړه کړئ، هغه ورځ چې هیڅ یو نفس به بل نفس ته هیڅ رنګه ګټه ونه رسوي او نه به له هغه سره د ګټې او زیان په اړه د الله تعالی له اجازې پرته د هیچا سپارښتنه ومنل شي او نه به ورڅخه فدیه واخیستل شي، اګر که ټوله نړۍ له سروزرو ډکه کړي او نه به هیڅوک په دې ورځ د دوی مرستندوی وي، نو کله چې نه سپارښت کوونکی ګټه رسولی شي او نه فدیه وي او نه (بل) مرستندوی، نو د تېښتې لاره به چېرته وي؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ