Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 48 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 48 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَاتَّقُوا يَوْمًا لَا تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلَا يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ 48
ترجمه:
او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس هېڅ په كار نه راځي او نه به له هغه نه څه سفارش قبلېږي او نه به له هغه نه څه (مالي) بدله اخيستل كېږي او نه به له هغوى سره مدد كېږي البقره ۲:۴۸
تفسیر:
د اوامرو په کولو او د نواهیو د پرېښودلو پر مټ د خپلو ځانونو او د قیامت د ورځې د عذاب ترمنځ پرده جوړه کړئ، هغه ورځ چې هیڅ یو نفس به بل نفس ته هیڅ رنګه ګټه ونه رسوي او نه به له هغه سره د ګټې او زیان په اړه د الله تعالی له اجازې پرته د هیچا سپارښتنه ومنل شي او نه به ورڅخه فدیه واخیستل شي، اګر که ټوله نړۍ له سروزرو ډکه کړي او نه به هیڅوک په دې ورځ د دوی مرستندوی وي، نو کله چې نه سپارښت کوونکی ګټه رسولی شي او نه فدیه وي او نه (بل) مرستندوی، نو د تېښتې لاره به چېرته وي؟!
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 47 راتلونکې البقره • آیت 49