او كله چې مونږ له فرعونیانو نه تاسو خلاص كړئ چې تاسو ته به يې سخت عذاب دركاوه، ستاسو زامن به يې حلالول او ستاسو ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې، او په دې كې ستاسو د رب له طرف نه ډېر لوى ازمېښت و البقره ۲:۴۹ ⧉
تفسیر:
ای بنی اسرائیلو! هغه وخت یاد کړئ چې تاسو مې د فرعون له پیروانو څخه وژغورلئ، چې تاسو ته یې ډول ډول عذابونه درکول؛ ستاسو د اولادونو مرۍ به یې پرې کولې، تر څو ستاسې نسل پاتې نه شي او ستاسي لورګانې به یې ژوندۍ پرېښودلې، تر څو د هغوی خدمت وکړي او ستاسو سخت سپکاوی وشي او د فرعون او د هغه د پیروانو له زورواکۍ څخه ستاسي ژغورنه کې ستاسي د رب لخوا لویه ازموینه ده، ښایي چې تاسي شکر وباسئ.