سوره البقره (غویي) (آیت 60)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۶۰
وَإِذِ اسْتَسْقَىٰ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْحَجَرَ ۖ فَانْفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا ۖ قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَشْرَبَهُمْ ۖ كُلُوا وَاشْرَبُوا مِنْ رِزْقِ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ
او كله چې موسٰی د خپل قوم لپاره اوبه وغوښتې، نو مونږ وویل: په خپلې امسا سره تیږه (ګټه) ووهه، نو له هغې نه دُولس چینې جارې شوې، یقینًا ټولو خلقو خپل خپل ګودر (د څښاك ځای) وپېژنده، د الله له رزق نه خورئ او څښئ، او په ځمكه كې له حده مه تېرېږئ، چې ورانى كوونكي اوسئ (۶۰)
تفسیر
او د الله تعالی له نعمتونو څخه یاد کړئ کله چې تاسو په تیه (دښته) کې وئ، او سختې تندې سره مخ شوې، نو موسی علیه السلام خپل ربه ته عاجزي وکړه او غوښتنه يې وکړه چې تاسې خړوبه کړي؛ نو مونږ ورته امر وکړ چې په خپله امسا باندې تېږه ووهي؛ نو کله چې یې ووهله له هغې (تېږې) څخه ستاسو د قبیلو په شمېر دولس چېنې وبهېدې، او اوبه یې روانې شوې او مونږ هرې قبیلې ته د هغې د څښاک ځانګړی ځای وروښود، څو د دوی تر منځ شخړه رانشي او ورته مو وویل: د الله تعالی د هغه روزي څخه چې تاسو ته یې له کوښښ او زیار څخه پرته رالېږلې، خورئ او څښئ، او پر ځمکه د فساد کولو هڅه مه کوئ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: