Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 60 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 60 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذِ اسْتَسْقَىٰ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْحَجَرَ ۖ فَانْفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا ۖ قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَشْرَبَهُمْ ۖ كُلُوا وَاشْرَبُوا مِنْ رِزْقِ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ 60
ترجمه:
او كله چې موسٰی د خپل قوم لپاره اوبه وغوښتې، نو مونږ وویل: په خپلې امسا سره تیږه (ګټه) ووهه، نو له هغې نه دُولس چینې جارې شوې، یقینًا ټولو خلقو خپل خپل ګودر (د څښاك ځای) وپېژنده، د الله له رزق نه خورئ او څښئ، او په ځمكه كې له حده مه تېرېږئ، چې ورانى كوونكي اوسئ البقره ۲:۶۰
تفسیر:
او د الله تعالی له نعمتونو څخه یاد کړئ کله چې تاسو په تیه (دښته) کې وئ، او سختې تندې سره مخ شوې، نو موسی علیه السلام خپل ربه ته عاجزي وکړه او غوښتنه يې وکړه چې تاسې خړوبه کړي؛ نو مونږ ورته امر وکړ چې په خپله امسا باندې تېږه ووهي؛ نو کله چې یې ووهله له هغې (تېږې) څخه ستاسو د قبیلو په شمېر دولس چېنې وبهېدې، او اوبه یې روانې شوې او مونږ هرې قبیلې ته د هغې د څښاک ځانګړی ځای وروښود، څو د دوی تر منځ شخړه رانشي او ورته مو وویل: د الله تعالی د هغه روزي څخه چې تاسو ته یې له کوښښ او زیار څخه پرته رالېږلې، خورئ او څښئ، او پر ځمکه د فساد کولو هڅه مه کوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 59 راتلونکې البقره • آیت 61