او كله چې تاسو وویل: اى موسٰی! مونږ به په یو خوراك باندې كله هم صبر ونه كړى شو، لهذا زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره هغه څیزونه راوباسي چې ځمكه يې زرغونوي (لكه) د هغې سبزي (ساګ) بادرنګ، هوږه، مسور او پیاز، هغه وویل: ایا تاسو په بدل كې هغه څیز اخيستل غواړئ چې هغه ادنٰی دى د هغه څیز په ځاى چې هغه بهتر دى، نو تاسوكوم ښار ته كوز شئ، پس بېشكه ستاسو لپاره هغه څه دي چې تاسو غوښتي دي، او پر هغوى ذلت او محتاجي مسلط كړى شوه، او راستانه (اخته) شول په غضب سره د الله له طرف نه، دا په دې سبب چې یقینًا دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه، او نبیان يې ناحقه وژل، دا په دې چې دوى نافرماني كوله، او زیاتى يې كاوه البقره ۲:۶۱ ⧉
تفسیر:
ياد کړئ کله مو چې د خپل پالونکي له نعمت نټه وکړه؛ نو کوم من او سلوی چې الله درباندې را نازل کړي و له هغو ستړي شوئ او ومو ويل موږ هيڅکله په يوډول نه بدلېدونکي خوړو صبر نشو کولای، نو له موسی - عليه السلام - مو وغوښتل ترڅو له الله ستاسو لپاره وغواړي چې د ځمکې له لوبيا، سبزۍ، ترې چې بادرنګ ته ورته دي خو غټې دي او دانې، عدس او پياز د خوړو په ډول را وباسي؛ نو موسی - عليه السلام - ستاسو د غوښتنې د نه خوښولو په توګه وويل: آيا من او سلوی پر هغه څه بدلوئ چې ترې لږ او ټيټ دي په داسې حال کې چې هغه غوره او ډېر ښه وو او پرته له ستړيا او ستونزې درته راتلل او له همدغې ځمکې هر کلي ته را نازلېدل، نو تاسو په خپلو کښتونو او بازارونو کې موندل، د هغوی د خپلو نفسي غوښتنو او څه چې الله د هغوی لپاره غوره کړي و له هغو څخه د تکراري مخ اړونې له امله پر هغوی سپکاوی, بې وزلي او بې وسي راغله، او د الله له غضب سره را وګرځېدل د هغه له دينه د مخ اړولو او د هغه پر آيتونو د کفر کولو او په تېري او له بريده اوښتلو سره د هغه د نبيانو د وژلو له امله، دا ټول له دې امله چې هغوی له الله سرغړونه وکړه او د هغه له پولو اوښتل.