یقینًا هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې یهودیان شوي دي، او نصرانیان او صابیان (بې دینه) دي، هر هغه چا چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو د خپل رب په نیز د دوى لپاره اجر دى او نه په دوى باندې څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي البقره ۲:۶۲ ⧉
تفسیر:
بېشکه له دې امت څخه چې کومو کسانو ایمان راوړی او همدا راز هغه کسان چې له پخوانیو امتونو څخه ایمان راوړی او د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه وړاندې وو، لکه یهودیان، عیسویان او صابئین -چې دا د ځینو پېغمبرانو د پېروانو یو ډله ده چا کې چې په الله تعالی او د آخرت پر ورځ ایمان شتون درلود- نو دوی لپاره د الله تعالی په نزد ثواب دی او نه به پر دوی د آخرت په اړه وېره وي او نه به دوی په پاتې شوې دنیا پسې غمجن وي.