Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 63 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 63 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 63
ترجمه:
او كله چې مونږ (له تاسو نه) ستاسو پخه وعده واخيسته او راپورته موكړ ستاسو له پاسه (غرد) طُور (او درته ومو ویل:) كلك ونیسئ هغه څه چې مونږ تاسو ته دركړي دي؛ او څه چې په ده كې دي، (هغه) یاد كړئ، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ البقره ۲:۶۳
تفسیر:
او هغه کلکه ژمنه یاده کړئ چې له تاسو څخه مو اخیستې وه، پدې چې په الله تعالی او پېغمبرانو به ایمان لرئ او غر مو پر تاسو پورته کړ څو ووېرېږئ او په ژمنه وفا وکړئ، مونږ تاسې ته امر وکړ چې هغه څه چې مونږ په تورات کې پر تاسو نازل کړي دي، له سستۍ او سپکاوۍ پرته، په کلکه واخلئ او هغه څه چې په دې کې دي (هغه) زده کړئ او فکر پرې وکړئ؛ ښايي چې په دې کار سره د الله تعالی له عذاب څخه ځانونه وژغورئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 62 راتلونکې البقره • آیت 64