Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 64 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 64 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ مِنْ بَعْدِ ذَٰلِكَ ۖ فَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَكُنْتُمْ مِنَ الْخَاسِرِينَ 64
ترجمه:
بیا له دې نه بعد تاسو (له وعدې نه) وګرځېدئ، نو كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى، نو تاسو به خامخا تاوانیان شوي وى البقره ۲:۶۴
تفسیر:
پس ستاسو غبرګون دا ؤ چې د کلکې ژمنې له اخیستلو وروسته مو مخ واړولو او نا فرماني مو وکړه، نو که چېرې د الله تعالی فضل پر تاسو نه وای، چې ستاسو ګناهونه یې وبښل او رحمت یې نه وای چې ستاسې توبه یې قبوله کړه؛ نو خامخا به تاسو د دې مخ اړولو او نافرمانۍ له کبله له زیانکارانو ځنې وئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 63 راتلونکې البقره • آیت 65