سوره البقره (غویي) (آیت 64)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۶۴

ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ مِنْ بَعْدِ ذَٰلِكَ ۖ فَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَكُنْتُمْ مِنَ الْخَاسِرِينَ 64 ٦٤

بیا له دې نه بعد تاسو (له وعدې نه) وګرځېدئ، نو كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى، نو تاسو به خامخا تاوانیان شوي وى (۶۴)

تفسیر
پس ستاسو غبرګون دا ؤ چې د کلکې ژمنې له اخیستلو وروسته مو مخ واړولو او نا فرماني مو وکړه، نو که چېرې د الله تعالی فضل پر تاسو نه وای، چې ستاسو ګناهونه یې وبښل او رحمت یې نه وای چې ستاسې توبه یې قبوله کړه؛ نو خامخا به تاسو د دې مخ اړولو او نافرمانۍ له کبله له زیانکارانو ځنې وئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ