سوره البقره (غویي) (آیت 66)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۶۶
فَجَعَلْنَاهَا نَكَالًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهَا وَمَا خَلْفَهَا وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ
نو مونږه دا (واقعه) هغې ته د حاضرو (خلقو) او له هغې نه وروسته راتلونكو لپاره عبرت او د پرهېزګارولپاره نصیحت وګرځوله (۶۶)
تفسیر
پس همدا تېری کوونکی کلی مونږ د نورو ګرد چاپېره کلیو لپاره عبرت وګرځاوه او د هغو کسانو لپاره هم عبرت شو چې وروسته راتلونکي دي؛ څو د هغوی په څېر کړنه ونه کړي او د هغوی په څېر د سزا وړ ونه ګرځي، او مونږ دوی د هغو پرهېزګارانو لپاره پند وګرځول چې د الله تعالی له عذاب او د هغه له حدودو څخه تېري کوونکو د بدلې اخیستلو څخه وېرېږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: