سوره البقره (غویي) (آیت 67)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۶۷
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تَذْبَحُوا بَقَرَةً ۖ قَالُوا أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا ۖ قَالَ أَعُوذُ بِاللَّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ
او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: بېشكه الله تاسو ته حكم كوي چې یوه غوا حلاله كړئ، هغوى وویل: ایا ته مونږ مسخره ګرځوې (په مونږ پورې ټوقې كوې)؟ هغه وویل: زه د الله پناه غواړم له دې نه چې زه شم له جاهلانو نه (۶۷)
تفسیر
او د خپلو مشرانو د خبرونو څخه هغه خبرې اترې هم یادې کړئ چې د هغوی او موسی علیه السلام تر منځ تېرې شوې دي، چې موسی علیه السلام ورته خبر ورکړ په دې چې تاسو ته د الله تعالی امر دی چې یوه غوا حلاله کړئ، پس پر ځای د دې چې په بېړه کار وکړي، په سرکشۍ یې وویل: آیا ته مونږ پورې ملنډې وهې، نو موسی علیه السلام وویل: پناه غواړم په الله تعالی چې زه له هغه کسانو څخه شم چې په الله تعالی دروغ تړي او په خلکو ملنډې وهي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: