سوره البقره (غویي) (آیت 68)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۶۸

قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّنْ لَنَا مَا هِيَ ۚ قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَا فَارِضٌ وَلَا بِكْرٌ عَوَانٌ بَيْنَ ذَٰلِكَ ۖ فَافْعَلُوا مَا تُؤْمَرُونَ 68 ٦٨

هغوى وویل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې مونږ لپاره واضحه كړي چې هغه (غوا) څنګه ده؟ هغه وویل: یقینًا هغه وايي چې بېشكه هغه یوه داسې غوا ده چې نه زَړه ده او نه نوې ځوانه، (بلكې) د دې دواړو په مینځ كې مِیانَه حاله ده۔، نو هغه كار وكړئ چې تاسو ته يې حكم كېږي (۶۸)

تفسیر
دوی موسی علیه السلام ته وویل: له الله تعالی څخه وغواړه چې د هغې غوا پوره صفات مونږ ته بیان کړي د کومې غوا د حلالولو امر یې چې مونږ ته کړی دی، پس هغه ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: دا داسې غوا ده چې نه د ډېر عمر ده او نه وړه ده، بلکې د دې دواړو تر منځ ده، پس د خپل رب امر منلو کې بېړه وکړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ