سوره البقره (غویي) (آیت 69)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۶۹

قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّنْ لَنَا مَا لَوْنُهَا ۚ قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ صَفْرَاءُ فَاقِعٌ لَوْنُهَا تَسُرُّ النَّاظِرِينَ 69 ٦٩

هغوى وویل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې مونږ ته بیان كړي چې د هغې رنګ څنګه دى؟ هغه وویل: یقینًا هغه وايي چې بېشكه هغه یوه زېړه غوا ده، رنګ يې تك زېړ دى، كتونكي خوشحالوي (۶۹)

تفسیر
پس دوی خپلې جګړې او سرکشۍ ته ادامه ورکړه او موسی علیه السلام ته یې وویل: له خپل رب څخه وغواړه چې مونږ ته د غوا رنګ وښایي، نو موسی علیه السلام ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: بېشکه چې دا زېړه غوا ده، تېز زېړوالی لري، چې هر لېدونکی حېرانوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ