سوره البقره (غویي) (آیت 74)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۷۴

ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُمْ مِنْ بَعْدِ ذَٰلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً ۚ وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ 74 ٧٤

بیا له دې نه بعد ستاسو زړونه سخت شول، نو هغه د تیږو په شان دي، یا په سخت والي كې نور هم زیات دي او بېشكه یقینًا ځینې تیږې هغه دي چې له هغو نه وَلِې بهېږي او بې شكه یقینًا ځینې هغه دي چې چوي، نو له هغو نه اوبه راوځي، او خامخا یقینًا ځینې هغه دي چې د الله له وېرې نه رارغړي، او الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى (۷۴)

تفسیر
له دې بلیغه پندونو او حېرانونکو معجزو وروسته هم ستاسو زړونه سخت شول، تردې چې د تيږو غوندې شول، بلکې له هغې هم سخت شول؛ ځکه چې دا د خپل حالت څخه بېخي تغییر نه مومي او هر چې تيږې دي نو هغه تغییر مومي او بدلېږي، پس د تېږو څخه ځېنې هغه دې چې ترې ویالې بهېږي، او ځېنې یې چوي او اوبه ترې راوځي، په ځمکه روانې چېنې، چې خلک او څاروي ترې ګټه اخلي، او ځېنې تيږې د الله تعالی له وېرې پورته غرونو څخه راغورځي، او ستاسو زړونه داسې نه دي، او الله تعالی ستاسو د کړنو څخه بې پروا نه دی، بلکې هغه پرې خبر دی، او زر دې چې تاسو ته به یې سزا درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ