Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 74 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 74 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُمْ مِنْ بَعْدِ ذَٰلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً ۚ وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ 74
ترجمه:
بیا له دې نه بعد ستاسو زړونه سخت شول، نو هغه د تیږو په شان دي، یا په سخت والي كې نور هم زیات دي او بېشكه یقینًا ځینې تیږې هغه دي چې له هغو نه وَلِې بهېږي او بې شكه یقینًا ځینې هغه دي چې چوي، نو له هغو نه اوبه راوځي، او خامخا یقینًا ځینې هغه دي چې د الله له وېرې نه رارغړي، او الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى البقره ۲:۷۴
تفسیر:
له دې بلیغه پندونو او حېرانونکو معجزو وروسته هم ستاسو زړونه سخت شول، تردې چې د تيږو غوندې شول، بلکې له هغې هم سخت شول؛ ځکه چې دا د خپل حالت څخه بېخي تغییر نه مومي او هر چې تيږې دي نو هغه تغییر مومي او بدلېږي، پس د تېږو څخه ځېنې هغه دې چې ترې ویالې بهېږي، او ځېنې یې چوي او اوبه ترې راوځي، په ځمکه روانې چېنې، چې خلک او څاروي ترې ګټه اخلي، او ځېنې تيږې د الله تعالی له وېرې پورته غرونو څخه راغورځي، او ستاسو زړونه داسې نه دي، او الله تعالی ستاسو د کړنو څخه بې پروا نه دی، بلکې هغه پرې خبر دی، او زر دې چې تاسو ته به یې سزا درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 73 راتلونکې البقره • آیت 75